Sunday, February 13, 2011

Two Articles from the Afghanistan Taliban on Events in Egypt


*Two articles from the Afghanistan Taliban, in (I believe) Pashtu (Pashto), on events
____________________________

دمصرپخوانی اولس مشربې سده دی

يکشنبه, 13 February 2011 11:47

دمصرپخوانی اولس مشرحسني مبارک دبې هوښۍ په حالت کښې پروت دی،داخبره دالوسط ورځپاڼې دمبارک د نژدې کسانوله خولې لیکلې ده.

ورځپاټه کاږي چي دحسني مبارک روغتيايي حالت ډېر ناوړه او په بشپړه توګه بې هوشه دی.

دسرچينې له قوله، نوموړی د پنجشنبې په شپه هم دوه ځله هغه مهال بېسده سوی وو، چې د مصر خلکو لپاره يې خپله وينا ثبتوله. ويل کيږي، چې دغه وينا د مونتاژ په واسطه خپريدو ته چمتو شوې وه.

ورځ پاڼه لیکي چې نوموړی له څه مودې راهیسي د سرطان په ناروغۍ اخته دی.

خراسانی

_______________________

دمصرپه پخوانیولوړرتبه چارواکوله هیواده په وتلوبندیزولګید

يکشنبه, 13 February 2011 18:36

له مصرڅخه په رارسیدلي راپورونوکښې ویل سوي دي چي د څارنوالي عمومي مشر عبدال مګويد محمد امرکړ چې د پخواني صدراعظم احمد ناضف، مطبوعاتي وزير عناس عل فيکي او د کورنيو چارو د پخواني وزير حابيب عل عدلي په شمول يو شمېر چارواکي به له مصر څخه ونه وځي او د فساد پرضد د پلټنې په هکله به له اړوندو څانګو سره همکاري وکړي.
د معلوماتو له مخې، د پخواني صدراعظم ناضف، ټولو پخوانيو وزيرانو او د پارلمان شل تنو پخوانيو غړيو معلومات د کورنيو چارو وزارت په اړه د ناقانونه ګټې د څارنې دفتر ته ورکړي دي.
په همدې ورځ د مصر پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې اوسني کابينه به د نوي منتخب حکومت تر رامنځته کېدو پورې کار وکړي. پوځ به واک منتخب حکومت ته ورکړي. دغه راز د مصر لخوا د ټولو لاسليک شويو نړيوالو او سيمه ييزو تړونونو او پريکړه ليکونو درناوی به وشي.
خراسانی

No comments: